AP ۱۴۰۳ لړم ۳۰ ۲۲:۱۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85665780
T T
۰ Persons

Tags

د کندهار- هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ۸ محرابه مسجدونو د جوړولو کار پیل شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د فواید عامې وزارت د کندهار- هرات د لویې لارې په اوږدو کې د ۸ محرابه مسجدونو د جوړولو د پیل خبر ورکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په وینا، د افغانستان د سرپرست حکومت د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن چهارشنبه د لړم ۳۰ مه په خپله ایکس پاڼه کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي: ‏ټولګټو وزارت د کندهار - هرات لویې لارې اړوند د ۸محرابه مسجدونو ودانیزې چارې د شاوخوا ٢٥٩ميلیونو افغانيو په ارزښت له بیلا بیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد کړي چې دامهال یې ودانیزې چارې عملاً پیل شوې دي.

 دکندهار – هرات لویې لارې اړوند یاد ۸ محرابه مسجدونه، د کندهار ولایت اړوند د میوند ولسوالۍ مسجد، د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ مسجد، د فراه ولایت اړوند د ګلستان او فراه رود ولسوالیو مسجدونه، د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ مسجد او د هرات ولایت د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو مسجدونه) چې رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت لخوا د بیلابیلو ودانیزو شرکتونو سره قرارداد شوي وو چې دا مهال یې کار رسماً پیل شو او جریان لري چې د هر یو مسجد ودانیزې چارې به د یو کال په موده کې بشپړې شي.

 د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د فواید عامې وزارت له دې مخکې د کابل-کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د شپږ جوماتونو د محرابونو د جوړولو کار پیل کړی وو او اوس یې کار په چټکۍ سره روان دی.

 د ټولګټو وزارت له لوري د هبت‌الله آخندزاده د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې د هر ۷۰ کیلومتره په واټن سره یو محراب مسجد او په ټول هېواد کې ۷۵ محرابه مسجدونه رغول کیږي چې د هر یو مسجد لپاره ۳ جریبه ځمکه ځانګړې شوېده او په یو وخت کې به ۳۰۰ تنو لمونځ کوونکو چې له دې جملې څخه ۱۷۰ نارینه او ۱۳۰ ښځینه لمونځ کوونکي دي په جلا توګه د اوداسه او لمانځه ځایونه لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .